User:Abdul Qadus Hamdard
== د اولاد حقوق ==
څرنګه چې مور او پلار په اولاد حقوق لری، همداشان اولاد هم په مور او پلار حقوق لري. کله چې مونږ الاود وایو نو پدې کې دواړه هلکان او نجونې شاملیږي. په مور او پلار باندې د اولاد حقوق ډیر دی چې یو څو يې دا دی: د اولاد روزنه او پالنه او هغوی ته ددین او اخلاقود اساساتو ښودل تر څو هغوی په ښه شان سره تربیه او ددین او اخلاقو په کالی سینګار شی. خدائ پاک په قرآن پاک کې فرمايی: ای، هغو کسانو چې ایمان مو راوړي دي خپل ځان او خپل کورواله له دې اور څخه وساتئ د کوم چې تیل (سونګ مواد) انسانان او تیږې دي. د پورتنی آیت څخه څرګندیږی چې خدائ پاک ایمانداران خپلې ذمه وارۍ ته متوجه کوی او هغه ذمه واری داده چې سړي باید له خپل ځان سره د خپل کور د خلقو د اصلاح او هغوی ته د اسلامی تعلیماتو او ترتیب ورکولو مسولیت هم پر غاړه واخلی، تر څو دوی ټول د جهنم د سونګ د موادو بدل نه شی. همدا وجه ده چې رسول الله(ص) فرمایلی دی چې کله چې ماشوم د اوو کالو شی نو د لمونځ کولو تلقین ورکړئ یعنې د لمونځ له ادا کولو سره ئې اموخته کړئ. د اولاد مسولیت د مور او پلار په غاړه دي. مور او پلار د قیامت په ورځ د اولاد مسول ګڼل کیږی. د اولاد د تربیې، روزنې او پالنې پوښتنه له مور او پلار څخه کیږي. که مو او پلار خپل اولاد ته ښه تربیه ورکړی وی او ددین په لار ئې سم برابر کړړی وی نو مور او پلار به د قیامت په ورځ له عذاب نه خلاص وی او که چیرې ئې په روزنه او پالنه کې غفلت کړی وی او د دین په لار ئې نه وی روان کړي، نو بیا له مور او پلار نه سوال او ځواب کیږی. خدائ پاک په قرآن پاک کې فرمائی: او هغو کسانو چې ایمان مو راوړي دي او اولاد ئې هم ایمان کې د هغوی پیروی کړی وی مونږ د هغوی اولاد هغوی ته رسوو یعنی له هغوی سره ئی یوځاي کووو او د هغوی له اعمالو نه څه نه کموو. هر شخص د خپلو اعمالو ګروی دي. رسول الله(ص) فرمائی: کله چې بنده مړ شی نو عمل ئې قطع شی بغیر له دریو شیانو نه: اول: صدقه جاریه: که متوفی کوم جومات جوړ کړي وی که ئې کوهی کنستي وی او یا بل کوم داسې د خیر کار ئې کړی وی نو هغه په صدقه جاریه کې حسابیږی خلق ورته دعا کوي. دویم: علم: که متوفی کتابونه لیکلی وی یا نور علمی کارونه ئې سرته رسولی وی چې خلق ورخڅه استفاده وکړی او ګټه ترینه واخلي. دریم: صالح اولاد: صالح اولاد چې متوفی ته د بخښنۍ دعا وکړي. اوس که چیرې مور او پلار د اولاد تربیه په اسلامی طریقه وکړی نو ګټه ئې بس له مرګه هم دوی ته رسیږي. ډیر داسې پلرونه او میندې شته چې د خپل اولاد حقوق نه پر ځاي کوی. دوی د خپل اولاد د سالمې تربیې به فکر کې نه وی، دوی د خپل اولاد د تربیې له مسولیت نه غافل وی، پوښتنه نه کوی چې اولادونه ئې چیرته ځي او له چا سره ناسته پاسته کوی، پوښتنه نه کوی چې دوستانه او ملګری ئې څوک دی. د خیر د لارې لارښودنه ورته نه کوی او د شر له لارې نه ئې نه ژغوری. دوی زیاتره د خپل مال او دولت خاوندان شی، دوی په دې نه پوهیږی چې ددوی اصلی مال او دولت ددوی اولادونه دی. دوی نه پوهیږی چې اولادونه ئې په دنیا او آخرت کې دوی ته ګټه رسوي. څرنګه چې یو پلار ته ښائی چې خپل اولاد د جسم په ډول ډول خوراکونو تغذیه کړی او جسم ئې په رنګارنګ جامو پټ وساتی نو همداشان ښائی چې زړه ئې د علم او ایمان په ډول ډول خوراکونو موړ کړی او روح ئې د تقوی او پرهیزګارۍ په ښکلو ښکلو جامو پټ وساتی. مور او پلار ته ښائی چې خپل اولاد ته د نفقې په ورکولو کې له بخل څخه کار وانخلی بلکې داسې لار غوره کړی چې نه پکې اسراف وی او نه هم تقصیر. خدائ پاک چې ته مال او دولت ورکوی هغه ددې د پاره وی چې هغه مال او دولت په برابرۍ سره او اعتدال سره په خپلو اولادونو ولګوی، د هغوی د خوراک غم وخوری او د هغوی نور صروریات برابر کړی کوم ته چې اولادونه ضرورت لري. که چیرې پلار او مور له نخل څخه کار اخلی او د خپل اولاد ضرورتونو ته توجه نه کوی او هغه نه ترسره کوی نو دا کار د دوی په ګټه نه تمامیږی، دا ځکه چې ددوی د مرګ نه پس ددوی مال او دولت اولادونو ته پاتې کیږی.نو بهتره دا ده چې مور او پلار په ژوندون له خپل مال او دولت څخه د اولاد د ضرورتونو د پوره کولو د پاره کار واخلی. په مور او پلار باندې د اولاد یو بل حق دادی چې اولادونو ته د تحفو او هدیو ورکولو کې له عدل او انصاف نه کار واخلی، ځکه رسول اکرام صلی الله علیه وسلم ویلی دی چې که څوک خپل یو اولاد په بل اولاد ښه او بهتر ګڼی نو دا حرام او ظلم دی. مور او پلار ټه ښايی چې د اولاد حقوقو ته احترام وکړی او هغه پر ځائ کړی تر څو ښه اولادونه ټولنې ته وړاندې کړی. مور او پلار د پاره د لاندینۍ څو خبرې ضروری ګڼل کیږی چې په نظر کې ئې ولري:
د اولاد ښه روزل او پالل. اولاد ته د دین او اخلاقو درس ورکول.
د اولاد د اخلاقی او دینی تربیی مسولیت ته په ټینګه توجه کول.
د اولاد حقوقو ته احترام کول او هغه په ځاي کول د خیر لارې ته د اولاد هڅول او روانول. د شر له لارې نه د اولاد منع کول او ساتل. د اولاد د نفقې په ورکولو کې له سخاوت څخه کار اخیستل. په هر وخت کې د اولاد له مشکلاتو نه ځان خبرول. له بدو دوستانو څخه د اولاد ساتل. اولاد ته په ښه لار د تللو نصیحت کول. تولو اولادنو ته په یوه سترګه کتل. په اولاد باندې له ظلم زیاتی څخه کار نه اخستل. له اولاد سره په لطف او مهربانۍ سره خبرې کول. له اولاد سره دوستانه اړیګې ساتل. په معقولیت سره د اولادونو د ضرورتونو پوره کول. په اولاد باندې بې ځایه نه په قهر کیدل. له اولاد سره د مشکلاتو په حل کولو کې مرسته کول.
له وحدت ورځپاڼۍ څخه لیکوال فضل الله ریشتین
کمپوزکوونکی عبدالقدوس همدرد