Jump to content

User:Ahmed ahmedzai

From Wikipedia, the free encyclopedia

عزت : -

عزت يوازې په اسلام کې دی!

طارق بن شهاب رحمه الله وايي: موږ حضرت ابوعبيده بن جراح رضي الله عنه سره په شام کې و چې، خبر شو حضرت عمر رضي الله عنه را روان دی؛ نو ورته راووتو چې ومو کتل، نوموړی په اوښه سپور و او يوې ويالې ته چې راورسېد ښکته شو پڼې يې له پښو ووېستلې او شاته يې واچولې، بيايې د خپلې اوښې مهار ونيو او په ويالې را ګډ شو؛ نو ابوعبيده رضي الله عنه ورته وويل: اې اميرالمؤمنين! دا څه کوې؟ زه نه غواړم چې ددې ښار خلک تا په داسې حالت کې وويني چې لوڅې پښې پڼې په شا او د خپلې سپرلۍ مهار دې نيولی په ويالې را پورېوځې. حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل: ښه! بيا يې ورته وويل: که دا خبره بل چا راته کړې وه؛ نو ما به داسې جزا ورکړې وه چې، د محمد صلی الله عليه وسلم ټول امت ته به عبرت و، بيا يې وويل: خدای پاک مونږ ته د اسلام له امله عزت راکړی او که موږ له اسلام پرته په بل څه کې عزت ولټوو؛ نو خدای پاک به مو ذليل کړي. (اخرجه الحاكم: ۶۱/۱)

نوموړی په يوه بل روايت کې وايي: حضرت عمر رضي الله عنه چې کله شام ته راغی، ټول لښکر يې هركلي ته ور ووت چې، ويې ليد نوموړي لنګ وهلی، پڼې په پښو او لونګۍ پر سر وه او د خپلې سپرلۍ مهار يې نيولی وو، په اوبو راپورېووت؛ نو يو تن ورته وويل: اې اميرالمؤمنين! د شام ټول قومندانان او عام خلک دې ليدنې ته راوتلي دي او ته په داسې (ساده) حال کې را روان يې! حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل: موږ ته خدای پاک د اسلام له امله عزت راکړی؛ ځکه په بل څه کې عزت نه لټوو. (عنده ايضا: ۶۲/۱)

په بل روايت کې وايي چې، ابوعبيده بن جراح رضي الله عنه ورته وويل: اې اميرالمؤمنين! ددې ځای خلک داسې کار ته په ښه سترګه نه ګوري، تا پڼې وېستلي او د اوښې مهار دې نيولی په اوبو کې را روان يې!! په دې خبره حضرت عمر رضي الله عنه نوموړی په سينه وواهه او ورته ويې ويل: که دا خبره بل چا کړې وه؛ نو تا به کتل چې ما څنګه جزا ورکوله! بيا يې ورته وويل: تاسو يو وخت د نړۍ لږکي او تر ټولو کمزوري خلک وۍ، خدای پاک د اسلام له امله عزت درکړ؛ نو اوس که تاسو له اسلام نه پرته په بل څه کې خپل عزت لټوۍ، الله به مو ذليل کړي. (عندالحاكم ايضا: ۸۲/۲)

قيس رحمه الله وايي: حضرت عمر رضي الله عنه چې شام ته راغی، ټول خلک يې هر کلي ته را ووتل، هغه په اوښ سپور و؛ نو يو چا ورته وويل: اې اميرالمؤمنين! دلته ډېر خلک تاسره ويني؛ نو د اوښ پر ځای که په يو ترکي آس سپور شوی وای ښه به و، حضرت عمر رضي الله عنه اسمان ته اشاره وکړه او ويې ويل: عزت دلته نه، هلته دی، د اوښ مخه پريږدئ!! (عند ابي نعيم ايضافي الحلية: ۴۷۱/۱)

ابوالغاليه شامي رحمه الله وايي: حضرت عمر رضي الله عنه د بيت المقدس په لاره “جابيه” ته را روان و، په خړ اوښ سپور و او د سر هغه برخه يې لمر ته پړکېدله چې وېښته ورڅخه توی شوي وو، نه يې خولۍ پر سر وه او نه لونګۍ، د رکاب نه لرلو له امله يې دواړه پښې د ځين يوې او بلې خواته ښورولې او د “انبجان” ښار جوړ يو برګ وړوکی څادر يې پر اوښ اچولی و، هغه چې د ناستې پر وخت به يې پر ځمکه هم اوارولو، په يوه کڅوړه کې يې د خورما پاڼې اچولې وې او چې ښکته به شو هغه به يې تکيه وه، کرباسي برګ کميس يې چې يوه څنډه يې شکېدلې وه، اغوستی و او چې، سيمې ته ورسېد پوښتنه يې وکړه چې ددې ځای مشر چيرې دی؟ هغه چې راغی حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل: زما کميس شليدلی او خيرن شوی دی؛ نو دا راته ووينځئ او يو بل کميس يا څادر د امانت په ډول له يو چا څخه راته را واخلئ، هغوی ورته د کتان کميس راوړ حضرت عمر رضي الله عنه پوښتنه وکړه چې، دا څنګه ټوکر دی؟ هغوی ورته وويل: دا کتان دی، وېل: کتان څه ته وايي؟ هغوی ور وپېژانده؛ نو خپل کميس يې ويوست او هغه يې واغوست، له وينځلو او ګنډلو وروسته چې يې کميس ورته راوړل شو، هغه مشر (پادري) ورته وويل: ته د ټولو عربو مشر يې او داسې جامې اغوندې چې ددې ځای خلک ورته په ښه سترګه نه ګوري، ته بايد د لوړې بيې جامې واغوندې او په ترکي آس سپور يې تر څو د روميانو په وړاندې دروند ښکاره شې، حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل: موږ ته خدای پاک د اسلام په سر عزت راکړی؛ نو ځکه له اسلام پرته په بل څه کې عزت نه لټوو، راوي وايي: لږ وروسته ورته يو ترکی آس راوستل شو چې، نه پرې ځين او نه کجاوه تړل شوې وه او يوازې يو غټ څادر پرې هوار و، حضرت عمر رضي الله عنه چې ور وخوت او روان شو سمدلاسه يې خلکو ته وويل: ويې دروئ! ويې دروئ! دا خو لکه پر شيطان مو چې سپور کړی يم، له آس نه را کوز شو او بېرته خپل اوښ ته وخوت. (اخرجه ابن ابي الدنيا كذافي البداية ۶۰/۷)