Jump to content

User talk:S Mukhlis

Page contents not supported in other languages.
From Wikipedia, the free encyclopedia

څېړنه

[edit]

ژباړن صمیم مومند

  1. د_څیړنې_معنا_او_مفهومMeaning_of_Research  :

په عام ډول سره څیړنه د علم او پوهی لټون ته وايي یا په بل عبارت څیړنه د یوی مشخصې موضوع په اړه سستماتیکي او ساینسي لټون څخه عبارت دی په حقیقت کې څیړنه یو هنر دی د کوم په وسیله چی یو ساینسي تحقیق ترسره کیدای شي. په Advance Learner’s Dictionary کې یې بیا څیړنه داسې تعریف کړې ده: د علم په هره برخه کې د لټون په واسطه د معلوماتو راټولولو ته وايي.

د څیړنې ځینې نور تعریفونه په لاندې ډول شوي دي:

• څیړنه د نویو معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره سستماتیکو هڅو ته وايي.

• څیړنه د معلوم څخه د نامعلوم په طرف یو حرکت دی. ټول انسانان چې کله د یو نامعلوم شي یا موضوع سره مخ کیږي نو یو ډول طبعي کنجکاوي ورسره ددغه مجهول په اړه پیدا کیږي چې دغه کنچکاوي انسان دیته اړ کوي تر څو دغه مجهول ځانته روښانه کړي او په اړه یې معلوم پیدا کړي نو دغه کنجکاوۍ ته د علم مور ویل کیږي او هغه کړنلاره چې ددې مجهول په اړه د معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره په کار اچول کیږي عبارت د څیړنې (Research) څخه ده.

د Califford Woody له نظره څیړنه د مشکلاتو واضح کول، د فرضیو طبقه بندي کول، مشکلاتو ته د حل لارو وړاندې کول، د ارقامو جمع کول، تنظیم کول، ارزیابي کول، پرتله کول او نتیجه ګیري کول او په پای کې دا روښانه کول چې آیا زمونږ لاسته راغلی نتیجه زمونږ د فرضې سره صدق کوي که نه؟

  1. د_څیړنې_موخې Objectives of Research:

په ساده توګه ویلې شو چې د څیړنې موخه د ساینسي تګلارې په واسطه سوالونو ته د جوابونو کول دي. اساسي هدف د څیړنې دادی ترڅو د هغه حقایقو څخه پرده پورته کړو چې تر اوسه نه دي څرګند شوي. که څه هم هره څیړنه ځانته مشخص هدف لري خو بیا هم په لوړه کچه کولی شو چې د څیړنې موخې په لاندې ډول ډلبندي کړو: 1. د یوی نوی پدیدې سره د اشنا کیدلو او یا د هغې په اړه د نویو معلوماتو لاسته راوړلو لپاره د څیړنې ترسره کول. (ددې هدف لپاره څیړنې ته Exploratory or Formulated Research وايي. 2. د یو ځانګړي شخص، ګروپ او یا حالت د ځانګړنو مجسم کولو لپاره څیړنه کول. (ددې هدف لپاره څیړنې ته تشریحي څیړنه یا Descriptive Research وايي) 3. ددي لپاره څیړنه کول تر څو د یو شي د تکراریدو واقعات وټاکو یا هم ددغه واقعاتو تړاو د یو بل شي سره رابرسیره کړو. (دغه ډول څیړني ته تشخیصي څیړنه یا Diagnostic Research وايي) 4. ددوه شیانو ترمینځ د یوی اتفاقي رابطې د فرضې د روښانه کولو په موخه څیړنه کول. (دې ډول څیړنې ته د فرضې د روښانه کولو څیړنه یا Hypothesis testing Research وايي. څیړنې ته هڅوونکي عوامل Motivation in Research : هغه څه دي چې خلک څیړنې ته اړباسي؟ هغه څه چې خلک د څیړنې تر سره کولو ته اړباسي کیدای شي یو یا څو يې دا لاندې عوامل واوسي: • د څیړنې د سند ترلاسه کول او د نتایجو څخه یې ګټه اخیستل. • د یو مشکل لپاره یو علمي او اساسي حل پیدا کول. • ځینې خلک د ذهني ارامتیا لپاره یو نوی شی یا حقیقت رابرسیره کوي. • ټولنې لپاره خدمت کول. • خپل شخصیت جوړولو لپاره څیړنه تر سره کول. که څه هم دا د هغه عواملو یو پوره لیست نه دی کوم چې خلک د یوې څیړنې ترسره کولو لپاره هڅوي بلکه نور هم ډیر عوامل شته لکه د دولت په آمر د څیړنې تر سره کول، په یو ځای کې د کار کولو د شرایطو په اساس د څیړنې ترسره کول، د یو نوي شي د رابرسیره کولو لپاره څیړنه کول د شیانو ترمینځ د اتفاقي روابطو روښانه کولو لپاره څیړنه کول او داسې نور.... فعال او غیر فعال ملګری دي د انفرینډ د عملیاتو خبر وي S Mukhlis (talk) 17:46, 8 April 2021 (UTC)[reply]